په هرات کې د نوم لیکنې یو کارکوونکی او یو پولیس وژل شوي
د هرات د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالاحد ولیزاده ازادي راډیو ته د دغې پېښې په اړه وویل چې تېره شپه د دولت وسله والو مخالفانو دغه کسان چې نومونه یې نه دي ښودل شوي، له خپلو کورونو وایستل او ځای پرځای یې په ډزو ووژل.
تر اوسه د دغې پېښې مسؤلیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.
له دې مخکې هم په یو شمېر نورو ولایتونو کې د انتخاباتو پر مرکزونو او کارکوونکو یې خونړۍ حملې شوې دي.
