اسرائیل وايي په سوریه کې ګڼ ایراني تاسیسات په نښه کړي
د اسرائیل پوځ نن وویل د سوريې په خاوره کې يې د ایران لسګونه پوځي تاسیسات په نښه کړي دي.
اسرائیل وايي، دا برید يې د جولان له لوړو څخه د اسرائیل پر خاوره د ایران د وروستیو راکټي بریدونو په عکس العمل کې کړی دی.
د اسرائیل دد فاع وزیر اویګدور لیبرمن نن وویل:
"موږ د ایران ټول پوځي تاسیسات وویشتل، په سوریه کې د ایران ټول تاسیسات، هغوی باید دا په یاد ولري چې که باران دلته ورېږي اوبه يې هلته بهېږي، زه هیله مند یم چې دا باب مو نور تړلی وي او ټولو ته پیغام رسېدلی وي."
د اسرائیل پوځ وايي، د جولان له لوړو څخه برید د ایران د سپاه پاسدران انقلاب ځواک د مشر په امر شوی دی.
په همدې حال کې د روسيې دفاع وزارت نن په یوه بیان کې وویل ۲۸ امریکايي ایف ۱۶ او ایف ۱۵ ډوله جنګي الوتکو نن سهار په سوريه کې ۶۰ راکټي بریدونه کړي دي.
د سوريې د بشري حقونو ډلې چې له لندن فعالیت کوي، ویلي دي چې پر سوريې د اسرائیل په دې بریدونو کې شااوخوا دوه ساعته يې دوام وکړ، د پنځو سرتېرو په ګډون ۲۳ وسله وال وژل شوي دي.
متحده ایالاتو د سوريې له خاورې پر اسرائیل راکټي بریدونه غندلي دي او ټینګار يې کړی دی چې اسرائیل له ځانه د دفاع حق لري.