'له پښتون ژغورنې غورځنګ سره پر ۱۶م می کښېنو'
په پېښور کې د زیارت په ورځ د ترسره شوې جرګې مشران وايي د روانې می میاشتې پر شپاړلسمه نېټه به د پښتون ژغورنې غورځنګ له مشرانو سره کښېني چې د هغوی غوښتنې واوري او د هوارولو هڅه یې وکړي. د منظور پښتین په مشرۍ غورځنګ په قبايلي سيمو کې د چېک پوسټونه کمېدل، د ګرځبندیز (کرفيو) ختمېدل او د ورک کړل شویو کسانو موندل غواړي. د جرګې یوه مشر ملک ګل مرجان د سیند پر حکومت او رېنجرو ږغ وکړ چې په کراچۍ کې دې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي او کارکنان نه تنګوي، د نوموړي په خبره دغه چلند د ۱۶مې نېټې پر خبرو اغېز کولی شي. د پښتون ژغورنې غورځنګ يوه مشر محسن داوړ هم مشال راډيو ته ويلي چې له یوې خوا پوځ جرګې ورلېږي او له بلې خوا یې ملګري ځوروي. د هغه په خبره دوی د خبرو کولو سره ستونزه نه لري خو د با اختياره خلکو سره مذاکرات کول غواړي.