له روسیې د «G-7» هېوادونو غوښتنه!
اوو سترو صنعتي هېوادونو له روسیې غوښتي دي چې په سالزبري ښار کې د پخواني روس جاسوس او د هغه د لور د مسمومېدو په اړه د بریتانیا حکومت ته بشپړ او دقیق معلومات ورکړي.
د "جي اووه" د بهرنیو چارو وزیرانو پرون په یوه بیان کې وویل، دوی د بریتانیا له هغې ارزیابۍ سره موافق دي چې وايي، د سرګي سکریپال او د هغه د لور یولیا د مسمومولو په هڅه کې ښايي د روسیې لاس وي.
سرګي او لور یې د روان کال د مارچ په ۴مه نېټه په سالزبري ښار کې پر یوه څوکۍ په بېسده حالت کې وموندل شول او وروسته روغتون ته ولېږدول شول.
بریتانیا ادعا کوي چې دواړه کسان د نوویچوک په نوم د هغې زهري مادې په وسیله مسموم شوي دي چې په پخواني شوروي اتحاد کې جوړېدل، خو روسیې دا تورونه په کلکه رد کړي دي.
یولیا یوه اوونۍ مخکې له روغتون څخه ووته، خو پلار یې اوس هم د جدي مراقبت په څانګه کې بستر دی.