د سوریې پوځ وايي پر دې هېواد توغول شوي توغندي یې شنډ کړي
د سوریې دولتي ټلوېزیون وايي، د دې هېواد د هوايي مدافعې ځواک هغه توغندي شنډ کړي او له منځه یې وړي دي چې پرون شپه د الشعیرات د هوايي اډې پر لور توغول شوی و.
د سوریې دولتي ټلوېزیون د حمص پر سیمه ویشتل شوي توغندي، پر دې هېواد یرغلیز اقدام بللی، خو په خپل راپور کې یې نه دي ویلي چې د چا له خوا توغول شوی وو.
رویټرز خبري آژانس د پنټاګون د ویاند ایریک پاهون له قوله خبر ورکوي چې نوموړی وايي، د امریکا پوځ په سیمه کې دا مهال پوځي فعالیت نه لري.
اسرائیلو له دې مخې د سوریې د جګړې په ترڅ کې هغه ملېشې په نښه کړي دي چې ایران یې ملاتړ کوي او د سوریې د ولسمشر بشار اسد له ځواکونو سره اوږه په اوږه جګړه کوي.
د پرونۍ حملې په اړه د اسرائیلو پوځ له تبصرې ډډه وکړه او ویلي یې دي چې نه غواړي د دې ډول راپورونو په اړه څه ووايي.