د فرانسې له یوه مشهور هوټل نه قیمتې ګاڼې غلا شوي
پولیسو وویل، غلو د پاریس ریتز هوټل د قیمتي ګاڼو د هټۍ ښیښه یي ویترین چې ګاڼې پکې ایښودل کېږي مات کړ او یو شمېر ګاڼې او نور قیمتي شیان یې له ځان سره یووړل.
درې غله د پېښې په ځای کې سمدستي نیول شوي خو لږترلږه دوه نور لادرکه ده.
پولیسو وویل، په دې پيښه کې چاته زیان نه دی رسېدلي خو غلاشوې ګاڼې او نورشیان بېر ته نه دي موندل شوي.
ریتز هوټل چې په ۱۹ لسیزه کې جوړ شوی، له څلور کلن ترمیم وروسته په ۲۰۱۶ کال کې بیا فعال شوی او د لاتیني امریکا د مشهور لیکوال ایرنست همنیګوي په ګډون یوشمېر مشهورې څېرې یو وخت پکې اوسېدلې.
