هدفي وژنو کې ککړ کسان دې څرګند سزا شي: خوستي ځوانان
دوی زیاتوله، ډېر کله امنیتي او کشفي ادارې د رسنیو له لارې ادعا کوي، چې د ځینو پيښو عاملان يې نیولي، خو د قضايي ادارو لخوا د ولس پر وړاندې هغوی ته په علني توګه سزاء نه ده اورول شوې.
دوی زیاتوله، ډېر کله امنیتي او کشفي ادارې د رسنیو له لارې ادعا کوي، چې د ځینو پيښو عاملان يې نیولي، خو د قضايي ادارو لخوا د ولس پر وړاندې هغوی ته په علني توګه سزاء نه ده اورول شوې.
د پاکستان حکومت په ۲۰۱۸م کال کې په قانون سازۍ کولو سره پخوانۍ فاټا په خيبرپښتونخوا ورګډه کړه چې ورسره د اېف سي ار څه دپاسه ۱۰۰ کلن نظام ختم شو. په قبايلي سيمو کې زوړ نظام بدلېدلو سره ايا د خلکو او سرکار ذهنيت هم بدل شوی دی.؟ د کرښې پر غاړه خپرونه کې دا موضوع څېړل شوې ده.
د پاکستان جمهوري غورځنګ (پي ډي اېم) او جمیعت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمان ویلي، وزیراعظم عمران خان په بیا بیا وايي چې پوځ یې تر شا درېدلی. دی وايي، د دې معنا دا شوه چې ولس د وزیراعظم ملاتړی نه دی. مولانا فضل الرحمان د جنورۍ ۱۱مې پر ماخوستن د ملاکنډ په بټخېله کې د پي ډي اېم جلسې ته په وینا کې وویل چې پوځ دې سپیناوی وکړي چې د چا تر شا ولاړ دی. نوموړي دا څرګندونې تر هغې څو ساعته وروسته کړي چې د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) مشر مېجر جنرال بابر افتخار په راولپېنډۍ کې خبري غونډې ته وویل چې پوځ په سیاست کې هېڅ لاس نه لري. Читать дальше...
مولانا فضل الرحمان په خپله وینا کې د عمران خان په مشرۍ د پاکستان تحریک انصاف حکومت ناجايزه وباله او پر پوځي مشرتابه یې غږ وکړ چې هغوی دې خپل دریځ څرګند کړي چې هغوی له چا سره ولاړ دي.
مدني فعال او د عامه ساتنې ملي تصدۍ ویاند ضیا ودان د جنورۍ ۱۰مې پر سهار په کابل کې یې تر ګاډي پورې د نښلولي بم په چاودنه کې ووژل شو. پر هم هغه ورځ یې مړی پلرني ټاټوبي خوست ته انتقال شو او ماخوستن مهال یې جنازه وشوه. په اړه یې ویډیويي رپورټ.
په چين کې د کورونا دا نوي کيسونه پر داسې وخت مخې ته راغلي دي چې دې هېواد ډېر په خاموشۍ سره د جنورۍ پر ۱۱مه د هغه تن په تلين ځان غلی کړ چې په ووهان کې د کورونا لوموړۍ معلوم مړی و.
پاکستان هندو کونسل هر کال په کراچۍ کې د بې وزله هندوانو ډله ییز ودونه کوي. دا کونسل د واده لګښتونه پوره کوي او د واده زلمي او ناوې ته جهېز او د کور سامان هم ورکوي. نور په ویډیو کې.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.