په ۲۰۲۰ز کال پاکستان کې ترټولو زیات بریدونه شمالي وزیرستان کې شوي دي
د پاکستان پوځ وايي، د وسله والو ډلو پر ضد یې بریالي عملیات کړي دي او ډیرې سیمې یې له وسله والو پاکې کړي هم دي.
د پاکستان پوځ وايي، د وسله والو ډلو پر ضد یې بریالي عملیات کړي دي او ډیرې سیمې یې له وسله والو پاکې کړي هم دي.
نن دوشنبه د وژل شویو هزاره ګانو خپلوانو په مچ کې د پلوچستان ترهګرۍ ضد ځواک په بدرګه کې د ناڅرګندو کسانو خلاف مقدمه کښلې ده.
د ډېسېمبر پر ۲۱مه د کاناډا په ټوارنټو کې د بلوڅانو د حقونو فعالې، کریمې بلوڅ مړی وموندل شو. پولیسو ويلي چې د هغې مرګ جرمي اړخ نه لري خو د نوموړې کورنۍ او فعالان وايي پولیس دې سمې څېړنې وکړي ځکه چې هغې د پاکستان پر پوځ نيوکې کولې او ګواښونه ورته کېدل. په دې ترځ کې په کراچۍ او بلوچستان کې هم مظاهرې شوې دي. خو مظاهره چيان وايي حکومت یې خبرو کولو ته نه پريږدي او د بيان ازادي تر پښو لاندې کوي. په اړه یې ويډيو راپور وګورئ.
ځايي چارواکي د دوی ابادي شاوخوا پنځه لکه يادوي چې پکې په زرګونو کسان يې د امنیت له کبله یا خو د پاکستان نورو سيمو يا بهر هېوادونو ته کډه شوي دي.
د دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه مو سندرغاړی حشمت سهار دی. نوموړی د هنګو د يوې هنري کورنۍ دی، موسيقي يې له بېلا بېلو استادانو زده کړې او ګڼې سندرې يې خپرې کړې دي. سهار د سيمې له ښځينه سندرغاړو سره هم يو شمېر ګډې سندرې ويلې دي. دی وايي، د دغو سندرو د شعر معيار ته يې هم پام کړی دی چې اورېدونکي او کتونکي نيوکې ورباندې و نه کړي. د حشمت سهار دا خبرې او ځينې سندرې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.
د بلوچستان په مچ سيمه کې د وژل شوو هزاره شيعه ګانو مړي خپلو خپلو کورونو ته رسول شوي دي. کورنيوو یې د جنورۍ پر درېیمه په کوټه کې مظاهرې کړې او له حکومته د هدفي بريدونو ودرېدل غواړي. د پاکستان وزیراعظم ويلي چې ملېشه ځواک ته یې امر چې د بريدګرو نيولو لپاره دې لاس په کار شي. ویډیويي رپورټ.
احتجاجي جلسه کې ګډونوالو مشرانو وویل په کومه ورځ چې اپوزیشن ګوندونو استعفاګانې ورکړې نو په هغه ورځ به دا حکومت نسکور شي.
د خېبر پښتونخوا د سوات په سلامپور کې د يخني له زياتېدو سره د شالونو جوړولو کار نور هم زيات شوی دی چې ترې په زرګونو هنرمندانو ته مالي ګټه رسېږي. نور په دې ویډیويي راپور کې.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.