چارواکي: کابل کې د هدفي وژنو د پلان مرکز کشف او له منځه یوړل شو
امنیتي چارواکي وایي، کابل کې یې د هدفي وژنو د پلانولو یو مرکز کشف او له منځه وړی دی.
د کابل امنیه قومندانۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه مرکز د یوه کور دننه و چې نژدې پنځوس میله قلمي وسلې او ۱۴ مقناطیسي ماینونه په کې موندل شوي دي.
خبرپاڼه کې د دغه مرکز اصلي ځای نه دي ښودل شوی او دا هم نه دي ویل شوي چې په تړاو یې څوک نیول شوي او که نه.
امنیه قومندانۍ د نیول شویو توکو انځورونه هم رسنیو ته لېږل شوي دي.