ایران دوه سویډنیان د مخدره موادو د قاچاق په تور نیولي
دوه سویډنیان د مخدره موادو د قاچاق په تور په ایران کې نیول شوي دي. دا خبر پرون تسنیم اژانس ورکړ چې د ایران د سپاه پاسداران انقلاب مربوط ده.
دغه اژانس وایي چې چارواکو ډېره اندازه مخدره مواد او مصنوعي خطرناکه نشهیي مواد ترلاسه کړي دي.
په راپور کې دا نهدي ویل شوي چې دا مواد او دا کسان چېرته نیول شوي دي.
له افغانستانه د ایران له لارې مخدره مواد اروپا ته قاچاقېږي، خو تهران په دې تورن شوی دی چې لوېدیځوال د دې لپاره نیسي چې له هغوی څخه د مذاکراتو پر مهال د یوه امتیاز په توګه استفاده وکړي.