له کورونا وایرسه په ژغورنه کې ټولنیز دودونه خنډ دي
روغتيا نړيوال سازمان پر خلکو بيا بيا غږ کوي چې له کورونا وایرسه د ځان ژغورنې ښه لار احتیاط کول دي. له مشال راډيو سره په خبرو کې ځینې کسان شکايت کوي چې د احتیاط پرمخ یې لوی خنډ ټولنيز فشار دی. عبدالحي کاکړ په دې رپورټ کې ورته کتنه کړې ده.