له سندرغاړو سره اختريز بانډار
د وړوکي اختر په مناسبت د مشال راډيو له ځانګړو خپرونو مو يوه د سيمې له پېزندليو سندرغاړو سره کړې.
دوی سره له دې چې کورونا وبا يې کارونه اغېزمن کړي، وکولای شول چې اختر ته نوې سندرې جوړې او خپرې کړي.
په خپرونه کې د کرن خان، بختيار خټک، ګوهر جان او همايون صاحبزي خبرې او د دوی نوې سندرې اورېدای شئ.