تخار کې د ۲ قوماندانانو ټوپکوالو نښته کې ۱۰ تنه کسان وژل شوي
د تخار سیمهییز چارواکي وايي چې یکشنبه په کلفګان ولسوالۍ کې د دوو غیر مسؤله قوماندانانو ټوپکوالو نښته کړې او د یو بل لس کسانیې سره وژلي دي.
د تخار د والي ویاند محمد جواد هجري په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "د شیر علي او مهدي په نوم دوو غیر مسؤله وسلهوالو قوماندانانو سره نښته کړې. په ډزو کې د دواړو خواو ۱۰ کسان وژل شوي چې قوماندان مهدي هم پهکې شامل دی. پنځه نور کسان ټپیان دي."
ښاغلي هجري وویل چې پولیسو ځانونه د پېښې ځای ته ورسول او نښتهیې غلې کړه او هڅه کوي چې مجرمین ونیسي.
د دې پېښې اصلي علت لا نهدی په ډاګه، خو د راپورونو په اساس په شمال کې اکثر غیر مسؤل قوماندانان داسې نښتې په سیمه کې په یو بل د برترۍ او په قاچاق او غلاوو کې په نهجوړ راتلو سره کوي چې پهکې تر دوی زیات ملکیانو ته تاوان اوړي.