لوګر کې وسلهوالو طالبانو یو شمېر خلک وهلي او ټپیان کړي
د لوګر ولایت په سرخاب کې پرون وسلهوالو طالبانو یو زیات شمېر ولسي خلک وهلي چې له ډلې یې اووه کسان سخت ټپيان شوي.
سرخاب د افغانستان د جمهور رئیس محمد اشرف غني پلارنی ټاټوبی دی چې ډېره برخهیې د وسلهوالو طالبانو په کنټرول کې ده.
د سرخاب د کلي ځینو اوسېدونکو چې نهغواړي نومونهیې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل د دوی کلیوال د درې په نوم د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمې ته ورغلي و څو له طالبانو وغواړي چې د دوی ملا امام ورخوشې کړي، خو هغوی یې ووهل او ټپیانیې کړل.
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد هم ازادي راډیو ته په یوه پيغام کې پېښه تأیید کړې، خو ویلي یې دي چې ځینو اربکیانو (محلي پولیسو) د پوستو د جوړولو هڅه کوله او د دوی تر کنټرول لاندې سیمې ته ورغلي و چې تر لنډې نښتې وروسته بېرته په شا شول.