د جرمني د فوټبال غوره لیګ کې لاپیژیک مېنز ته ۵-۰ ماته ورکړه
د جرمني د فوټبال غوره لیګ یا بوندسلیګا کې لاپیژیک داسې وخت کوربه مېنز ته پنځه پر صفر ماته ورکړه چې نهیې مینهوال په سټډیوم کې ول او نهیې هم مخالفین.
لاپيژیک او مېنز سرسخته سیال ټیمونه دي چې مینهوال یې تل له یو بل سره لاس او ګرېوان وي او شور ماشور جوړوي.
لایپژيک ټيم مخکې هم مېنز ته اته پر صفر ماته ورکړې وه چې تر دې دمه د بوندسلیګا تر ټولو لویه بریا ده.
کرونا ویروس مینهوال اړ کړي چې په کورونو کېني ځکه د فوټبال د سټډیومونو دروازې یوازې فوټبالرانو ته خلاصې دي او هغوی هم په خالي سټډیومونو کې له نندارچیانو پرته د یو بل په وړاندې د فوټبال ډګر ته ووځي.
د جرمني د فوټبال غوره لیګ د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په هدف شااوخوا دوه میاشتې ځنډېدلی و او یو وار بیا د مې له ۱۶مې د خاصو مقرراتو په پام کې نیولو سره پيل شو.