د ۵ ایراني تېل وړونکو کښتیو لومړنۍ کښتۍ ونزوئلا ته ورسېده
د هغو پنځو ایراني تېل وړونکو کښتیو چې ونزوئلا ته تېل لېږدوي، لومړنۍ کښتۍ یې د ونزوئلا نږدې بندر ته چې د دې هېواد د تېلو دولتي شرکتیې چارې سمبالوي، ورسېده.
دا په داسې حال کې ده چې د متحده ایالاتو او د دغو دواړو هېوادونو ترمنځ چې واشنګټن پرې بندیزونه لګولي، کړکېچ روان دی.
د هغې ادارې د معلوماتو له مخې چې د کښتیو لارې څاري، د ایران د تېلو دغه لومړنۍ کښتۍ پرون د ونزوئلا اوبو ته داخله شوې ده.
دغه کښتۍ د ونزوئلا د پلازمېنې کاراکاس د لوېدیځ په ۵۰ کیلومترۍ کې د ایل پالیتو بندر ته نږدې لیدل شوې ده.
د ایران تېل وړونکې دوهمه کښتۍ د شنبې په ورځ د کارابین بحیرې ته رسېدلې او بله کښتۍ یې هم په اوس وخت کې په اتلانتیک اقیانوس کې مزل وهي.
تر اوسه د دغو کښتیو په وړاندې د متحده ایالاتو د فوري مداخلې نښې نهلیدل کېږي.
واشنګټن د روانې میاشتې په پیل کې ویلي و چې د تېلو د دغې محمولې په وړاندې پر اقداماتو غور کوي.
د متحده ایالاتو بندیزونو د ایران او ونزوئلا د تېلو صنعت ډېر په نښه کړی دی.
دغو بندیزونو د ایران اقتصاد چې د عوایدو اصلي منبعیې پر تېلو متکي ده کمزوری کړی او همیې د ونزوئلا پر اقتصاد فشار راوستی دی.