مونتهنګرو کې څه باندې ۲ میاشتو کې د کرونا هېڅ پېښه نهده ثبت شوې
د مونتهنګرو د عامې روغتیا انسټټیوټ اعلان وکړ چې په څه باندې دوو میاشتو کې د لومړي ځل لپاره په دې هېواد کې د کرونا هېڅ مثبته پېښه نهده ثبت شوې.
دغې ادارې پرون یکشنبه په خپله ټویټرپاڼه کې ویلي چې په اوس وخت کې په مونتهنګرو کې د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ هېڅ یوه فعاله پېښه نهشته. له څه باندې دوو میاشتو وروسته چې په دې هېواد کې د لومړي ځل لپاره د کرونا مثبته پېښه ثبت شوې وه، نور دا هېواد د 'کووېډ-۱۹' په ناروغۍ اخته کس نهلري.
د مونتهنګرو حکومت تر اوسه رسماً نهده اعلان کړې چې په دې هېواد کې د کرونا ویروس خپرېدل ختم شوي دي.
مونتهنګرو چې شااوخوا ۶۳۰ زره نفوس لري، ټولټال د کرونا ۳۲۴ مثبتې پېښې یې ثبت کړې وې او ۹ تنه هم ترې مړه شوي وو.