'فاریاب کې طالب قومندان له خپلو ۲۳ ملګرو سره افغان دولت ته تسلیم شوی'
په فاریاب ولایت کې د وسله والو طالبانو یو قومندان له خپلو ۲۳ ملګرو سره افغان ځواکونو ته تسلیم شول.
د د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند محمد حنیف رضایې نن سهار رسنیو ته په استولي پیغام کې په دې اړه وویل چې د ملا اکرم په نوم دغه طالب قومندان په ګرزیوان ولسوالۍ کې له افغان ځواکونو سره یوځای شو.
هغه زیاته کړه: "نن سهار وختي د طالبانو سیمه ییز قومندان چې ملا اکرم نومېږي او له څو کلونو راهیسي له طالبانو سره وو، له خپلو ۲۳ ملګرو سره امنیتي ځواکونو او په ځانګړي ډول په سیمه کې د ملي پوځ د سیمه ییزې ټولۍ منسوبینو ته له خپلو وسلو سره تسلیم شول."
د ۲۰۹ شاهین قول اردو د معلوماتو له مخې دغو کسانو پر خپلو پخوانیو کړنو پښیماني ښودلې ده.
په دې اړه هم طالبانو تر اوسه تبصره نه ده کړې.