چارواکي: غور کې لسګونه معياري سړې خونې جوړېږي
د غور د کرنې او اوبو لګولو رياست په پام کې لري چې په مرکز او ولسواليو کې سل معياري سړې خونې جوړې کړي.
د غور ولايت د کرنې اواوبو لګولو رييس فريدون فردوسي نن ازادي راډیو ته وویل، چې خلک په هېواد کې د کرنیزو محصولاتو د بيو د لوړېدو په خاطر شکايت کوي او دغه سړې خونې د کرنیزو محصولاتو د بيو د کمښت په خاطر ډېرې مهمې دي.
نوموړي وویل، چې بزګران په سلو کې دلسو ونډې په ورکولو سره له دې وروسته د سړې خونې خاوندان کېږي او خپل کرنیز محصولات هر کله چې وغواړي کولاى شي بازار ته وړاندې کړي.
د افغانستان د کرنې وزارت مخکې ویلي و، په پام کې لري چې د کرنيزو محصولاتو د مديريت لپاره په ټولو ولايتونو کې معياري سړې خونې جوړې کړي.