د افغانستان ولسمشر نن له جاپاني چارواکو سره ګوري
د ارګ د یوې اعلامیې له مخې ولسمشر اشرف غني پرون دوشنبه د جاپان پلازمینې توکیو ته ورسید او ټاکل شوې نن (اکټوبر ۲۲مه) د جاپان د نوي امپراتور د تاج اېښودلو په مراسمو کې ګډون وکړي.
په اعلامیې کې په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي چې د ولسمشر غني او جاپاني چارواکو ترمنځ خبرې به پر کومو مسایلو ورټول وي.
جاپان په تېرو اتلسو کلونو کې څه باندي یو میلیارد او دوه سوه میلیونه ډالر له افغانستان سره مرسته کړې ده.
توکیو دغه راز په ۲۰۰۲ او ۲۰۱۲ کال کې له افغانستان سره د مرستو د دوو لویو نړیوالو غونډو کوربه توب هم کړی دی.