ملي امنیت شورا: ۵ هېوادونو د افغانانو په مشرۍ د سولې پروسې ملاتړ کړی
د پنځو هېوادونو د ملي امنیت سلاکارانو د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې د پروسې ملاتړ کړی.
دا خبره د افغانستان د ملي امنیت د شورا مطبوعاتي دفتر په یو بیان کې کړې.
د افغانستان، روسیې، چین، ایران، هندوستان او پاکستان د ملي امنیت د سلاکارانو غونډه پرون سې شنبه په روسیه کې جوړه شوې وه.
د افغانستان د ملي امنیت د شورا بیان وايي، پهدې غونډه کې چې له افغانستانه د ملي امنیت سلاکارحمدالله محب پهکې برخه اخېستې وه، د شپږ واړو هېوادونو د ملي امنیت سلاکارانو د افغانستان د سولې، د سیمهییزو اړیکو د پراختیا او د سولې لپاره د سیمې ائتلاف پر جوړېدو بحث وکړ.
دا امنیتي غونډه د روسیې په اوفا ښار کې جوړه شوې وه.
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ښاغلي محب پهدې غونډه کې وویل، په افغانستان کې هره ورځ لږ تر لږه پنځوس تنه له ترهګرۍ سره مبارزه کې خپل ژوند له لاسه ورکوي او پهدې توګه افغانستان د ترهګرۍ پرضد د مبارزې لومړی مورچل دی.
تردې مخکې مسکو د طالب استازو او یو شمېر افغان سیاستوال د لیدنو کوربه و، خو پهدې لیدنو کې د طالبانو او افغان سیاستوالو ترمنځ هېڅ توافق ونهشو.