د اوکراین ولسمشر ولادمیر زلنسکي د وسله والو ځواکونو مشر بدل کړ.
دا اقدام داسې وخت کېږي چې کییف هڅه کوي، د روس-پلوه بېلتون غوښتونکو په وړاندې په اووه کلنه جګړه کې له ناټو سره خپل ارتباطات ژور کړي.
دغه جګړه د اوکراین په ختیځ کې د اوکراییني ځواکونو او روس- پلوه بېلتون غوښتونکو ترمنځ روانه ده.
د جمهوري ریاست ویاند سرهي نیکيفوروف پرون وویل چې جنرال والري زالژني به د جنرال روسلان خومچاک پرځای د اوکراین د دوه نیم لکه فعالو پوځیانو قومانده پرغاړه واخلي.
د جمهوري ریاست ویاند وايي، د دې بدلون هدف... Читать дальше...
د ازادي راډیو اوونیز ژوند په شېبو پروګرام مړي پسې د نغدو پیسو وېشل یا د سقاط تاریخچې ته ځانکړی شوی دی، په پیل کې به واورئ چې:
له څه وخت راپه دې خوا په مړي پسې نغدې پیسې ویشل کېږي؟
د اسلام دین یې په هکله څه وایي؟
دا پروګرام د ازادي راډیو یو تن خبریاله جوړوي چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:
په افغانستان کې ناامني د نوربرخو ترڅنګ د اوبو بندونو لپاره هم لوی ګواښ ګڼل کېږي.
په دې وروستیو کې د افغانستان په لویدیځ هرات کې پر سلما بند د هاوان مرمۍ توغول، د دې بند د ویجاړېدو په تړاو اندېښنې راپورته کړي دي.
هرات کې د سلما د اوبو بند نه یوازې د هراتیانو کورونه رڼا کړي بلکې په زرګونه هکتاره ځمکه یې هم خړوبه کړې.
سلما بند له هراته ۱۷۶ کیلو متره لېرې د چشت شریف په ولسوالۍ کې د هریرود خواته جوړ شوی دی.
دغه بند د ۴۲ مېګا واټه برښنا په تولید سره د ۶۳۳ میلیونه متره مکعبه د اوبو د سپما ترڅنګ شااوخوا ۷۵ زره هکتار کرنیزه ځمکه خړوبوي. Читать дальше...
په ایران کې پرون هم د ریکارډ تر سطحې په کرونا ویروس د ډېرو کسانو د اخته کېدو پېښې ثبت شوې.
په دغه هېواد کې پرون سې شنبه په کرونا ویروس د ۳۴زره او ۹۰۰ کسانو اخته کېدل ثبت شول.
دا په داسې حال کې ده چې د واکسین بهیر پڅ روان دی، ولسي نارضایتي زیاته ده چې د دغه هېواد د کرونا ویروس پېښې یې له کنټروله ایستلي دي.
تردې مخکې د دوشنبې په ورځ په ایران کې د ۳۱زره او ۸۱۴ کسانو اخته کېدل ثبت شوي وو چې ښيي دغه ویروس څومره په چټکۍ په خپرېدو دی.
د روغتیا چارواکو پرون سې شنبه د ۳۵۷ کسانو مړینه ثبت کړې چې ورسره... Читать дальше...
د طالبانو له خوا د خاشه ځوان په نوم د یوه کامیډین وژل کېدو پراخ عکس العملونه پارولي دي.
دفاع وزارت وايي، د خاشه ځوان په نوم تېره اوونۍ په ډنډ ولسوالۍ کې تر نیول کېدو وروسته ووژل شو، خو د هغه د نیول کېدو د شېبې یوه ویډیو پرون په ټولنیزو شبکو کې ډېره لاس په لاس شوه.
د جمهوري ریاست د ستراتېژیکو او عامه اړیکو ادارې مشر وحید عمر، ویلي، د خاشه ځوان وژل کېدل په افغانستان کې د طالبانو له خوا د عاموژنې د کمپاین څرګندونه کوي.
وحید عمر له خلکو غوښتنه کړې چې په ټول هېواد کې له موجودو امکاناتو په استفاده خپل اواز اوچت کړي. Читать дальше...
په سویډن کې مېشت افغانان په پام کې لري چې نن چهارشنبه په پلازمېنه ستاکهولم کې د پاکستان سفارت مخې ته لاریون وکړي.
د دغه لاریون یوه تنظیموونکي عنایت عادل، ازادي راډیو ته وویل، دوی به له پاکستانه وغواړي چې د طالبانو له ملاتړه لاس واخلي: "د لاریون هدف دا دی چې د پاکستان له حکومت او استخباراتي ادارې (ISI) وغواړو چې د طالبانو ملاتړ ونه کړي. د ترهګرو ملاتړ دې نه کوي او په افغانستان کې نیابتي جنګ بند کړي. له طالبانو هم غواړو چې افغانوژنه بنده کړي او موږ سوله غواړو."
تردې مخکې د کابل تر څنګ، د امریکا... Читать дальше...
د یوناما مشرې د ملي مصالحې عالي شورا له رئیس سره د سولې پروسې پر ګړندي کېدو خبرې وکړې.
ډیبرا لاینز او عبدالله عبدالله پرون په سپیدار ماڼۍ کې په دې کتنه کې د افغانانو د خوندیتوب لپاره د سولې پر داسې موافقه ټینګار وکړ چې د منځګړو په مرسته ورباندې مذاکرې شوې وي.
یوناما په یوه ټویټ کې ویلي، په دې کتنه کې په دوحه کې د دولت او طالبانو د هیئتونو د وروستیو مذاکرو په باب هم خبرې وشوې.
د دولت او طالبانو مذاکراتي ډلو د جولای میاشتې پر اولسمه او اتلسمه په لوړه کچه دوه ورځني مذاکرات وکړل، خو له کومې څرګندې نتیجې پرته پای ته ورسېدې. Читать дальше...
ټاکل شوې د امریکا د متحدو ایالاتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن، نن چهارشنبه د هند له لوړ-رتبه چارواکو سره د افغانستان پر موضوع خبرې وکړي.
بلېنکن چې پرون سې شنبه هندوستان ته ورسېد نن له صدراعظم ناریندرا مودي او د بهرنیو چارو وزیر اېس. جې شنکر سره ګوري.
په داسې حال کې چې بهرني ځواکونه له افغانستانه په وتلو دي، نوي ډیلي په وروستیو کې د طالبانو له خوا د زیاتو سیمو د لاندې کولو په اړه اندېښنه ښوولې ده.
هندوستان چې د افغان دولت له عمده ملاتړو څخه ګڼل کېږي، د ناامنیو له زیاتېدو سره جوخت په کندهار کې د خپلې قونسلګرۍ ۵۰ کارکوونکي وایستل. Читать дальше...
له شااوخوا ۱۲ ورځو ځنډ وروسته پاکستان د سپین بولدک – چمن لار په یو اړخیز ډول د سوداګرو پرمخ پرانېسته.
د کندهار د ګمرک رئیس صبغت الله احساس وايي، پاکستان د دوی سره د همږغۍ پرته د سې شنبې په ورځ په یو اړخیز ډول د سپین بولدک – چمن لار د سوداګرو پرمخ پرانیستې او په سوداګریزو اموالو بار شااوخوا ۱۱ موټرونو ته یې اجازه ورکړې چې د چمن څخه سپین بولدک ته داخل شي.
د ښاغلي احساس په وینا د لارې د خلاصېدو سره یې هم مهاله د محصوله د تېښتې د مخنیوي لپاره یې کندهار ښار ته نژدې سیار ټیمونه ګمارلي، څو د عوایدو د فرار مخه ونیسي... Читать дальше...
د افغانستان په شمال او شمال ختیځ کې د جګړو شدت وسله وال طالبان له ځینو نورو افراطي ډلو سره همکارۍ ته نږدې دي.
د ازادي راډیو د تاجکستان څانګې په یوه څېړنیز راپور کې ویل شوي، په وروستیو کې د وسله والو طالبانو او د تاجکستان د انصار الله ډلې یا جماعت انصارالله ترمنځ همکاري زیاته شوې او د دوی وسله والو ته یې په افغانستان کې د فعالیت زمینه برابره کړې ده.
په دغه راپور کې ویل شوي، د تاجکستان د انصار الله ډلې جنګیالي د افغانستان په څو ولسوالیو کې عملاً حضور لري.
د تحقیقاتي راپور جوړوونکي، مومن احمدي... Читать дальше...
د افغانستان حکومت په افغانستان کې د روانې جګړې د شدت ملامتي پر ګاونډي هېواد پاکستان واچوله.
جمهوري ریاست وايي، د طالبانو روزنه، تمویل او هڅونه په پاکستان کې د یوې منظمې دستګاه له خوا کېږي.
د جمهوري ریاست مرستیال ویاند، محمد امیري پرون رسنیو ته په لېږلي ویډیويي پیغام کې وویل، له پاکستانه په زرګونو افراطي وسله وال افغانستان ته اوښتي او دا لړۍ روانه ده.
امیري زیاته کړه: "د کره استخباراتي راپورونو له مخې تر لسو زرو ډېر افراطي وسله وال له پاکستانه افغانستان ته اوښتي او پنځلس زره نور افغانستان ته د تګ لپاره هڅول کېږي. Читать дальше...
هیل
هیل ورځپاڼې لیکلي، سپینه ماڼۍ د متحده ایالاتو د افغان همکارانو د استوګنې لپاره په یو میلیارد ډالرو پسې ګرځي.
مقاله کې راغلي چې له دې موضوع با خبره خلکو بلومبرګ نیوز ته ویلي چې د دې پیسو غوښتنه د جمعې په ورځ شوې.
هیل ویلي، سي اېن اېن خبري شبکې هم راپور ورکړی چې د متحده ایالاتو دواړه لوی ګوندونه د دې غوښتنې ملاتړ کوي.
د متحده ایالاتو د ولسمشر جو بایډن ادارې په دې وروستیو کې ویلي چې غواړي د لومړي وار لپاره یوه ډله هغه افغانان چې په افغانستان کې یې له امریکايي ځواکونو سره کار کړی دی په ویرجینیا کې یوې پوځي اډې ته انتقال کړي. Читать дальше...
په هلمند کې د جګړو له امله تازه بېځایه شوې کورنۍ وايي ګرمې هوا یې ماشومان وژلي، حکومت دې د سرپناه ستونزه ورحل کړي.
د لښګرګاه ښار د لومړۍ حوزې اړوند په یوه تازه جوړ شوي مارکېټ کې لسګونه کورنۍ ځای پر ځای شوي او د خپل ستړي ژوند شپې سبا کوي.
دغه مارکېټ چې یوازې خالي دکانونه لري د ژوند کولو هېڅ ډول اسانتیاوې نهلري.
په مارکېټ کې د بېځایه شویو شمېر شااوخوا ۱۰۰ کورنۍ کېږي چې د خوراک او څښاک د ستونزې ترڅنګ ماشومانیې د ګرمې هوا څخه کړېږي.
ولي جان یو له دغه کډوالو دی چې تازهیې د کورنۍ یو ماشوم د ګرمې هوا په وجه مړ شوی دی. Читать дальше...
Спорт в России и мире
Москва
Сотрудники Росгвардии приняли участие в чемпионате Центрального округа по боксу.
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
WTA
Появилась реакция WTA на победу Рыбакиной с рекордом
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
"Самое опасное" начнётся в пятницу: Синоптик предупредил об аномальной погоде в России
Путин в России и мире
Москва
На окружном полуфинале конкурса «Это у нас семейное» Калмыкию представляют четыре семьи
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
Очередные кадровые назначения объявлены в Минске
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Навальный в России и мире
Москва
В Москве арестован на пять суток историк-публицист Сергеев за пост памяти Навального
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Иоганн Себастьян Бах
«Бах vs Рахманинов» из цикла Битва Клавиров под величественными сводами Петрикирхе.
Москва
Детский сад № 46 в поселке Глебовский отремонтируют к июлю
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net