چارواکي: فراه کې د نشه یي موادو ۸ قاچاق کوونکي نیول شوي
په فراه ولايت کې په تېرو دوو مياشتو کې د نشه يي موادو (۸) قاچاق کوونکي نيول شوي دي. د فراه ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند محب الله محب د ثور د مياشتې پر ۲۴ نېټه ازادۍ راډيو ته وويل، له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو په تېرو دوو مياشتو کې (۸) قاچاق کوونکي ونيول. ښاغلي محب زياته کړه، په دې موده کې پولیسو شراب هم نيولي دي: " يوه مشکوک شخص څلورنيم ټنه بنګ په يوه موټر کې پټ کړي وو او غوښتل يې چې هلمند ته يې قاچاق کړي، خو له نېکه مرغه چې دا کس د فراه ولايت له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو ونيو."