د افغانستان ترانسپورټ وزارت په وروستیو څو ورځو کې له قزاقستان او ازبکستان هېوادونو څخه ۱۰۲۵ واګونونه خوراکي او ودانیز توکي وارد کړي دي.
د ترانسپورټ وزارت مرستیال ویاند اشرف حق شناس ازادي راډیو ته وویل چې د اقیني، تورغوندۍ او حیرتان بندرونو له لارې یې تېرو پنځو ورځو کې شاوخوا له ۴۴ زرو ټنو زیات واردات کړي دي.
د ښاغلي حق شناس په خبره په دې وارد شویو توکو تېل، ګاز، اوړو، غنم، غوړي، او ودانیز توکي شامل دي.
د افغانستان ترانسپورټ وزارت وايي، چې دغه هېواد بندرونو د نورو ګاونډیو هېوادونو د بندرونو... Читать дальше...
د بلخ ولایت د پنبې دانې او نباتي غوړیو شرکت خپل فعالیتونه بیا پیل کړل.
د افغانستان د مالیي وزارت ویاند شمعروز مسجدي نن ازادي راډیو ته وویل چې یاده فابریکه پرون د جمعې په ورځ د یاد وزارت سرپرست وزیر عبدالهادي ارغندیوال، د ازبکستان جمهوریت سفیر ښاغلي یادګار او یو شمېر نورو چارواکو په حضور کې یو ځل بیا پرانیستل شوه.
د ښاغلي مسجدي په وینا د بلخ ولایت پنبې دانې او نباتي غوړیو شرکت یوه تاریخي فابریکه ده، چې فعالیت یې د تاریخي مثبت ذهنیت جوړولو ترڅنګ د کرنیزو تولیداتو د ودې او کارموندنې لامل ګرځي.
... Читать дальше...
د کندهار یو شمېر اوسېدونکي او مدني فعالان په دغه ولایت کې د روژې په میاشت کې د ترور یا هدفي وژونو پر زیاتېدو اندېښنه ښيي.
د کورونا وايرس ضد دارو ريميډيسېور به څومره موثره وي، د دې جوړول به څومره موده اخلي، ايا دا دارو مخکې هم کارول شوي؟
د پاکستان او افغانستان ترمنځ د تورخم دروازه د مې له ۱۶مې د دوه اړخیزې سوداګرۍ او تګ راتګ لپاره بیا پرانستل شوه.
طالبانو په دغه برید کې خپل لاس لرل رد کړي، افغان حکومت بیا طالبان پهکې ښکېل ګڼلي، خو امریکا دا د داعش ډلې کار بللی دی.
د دې خونې لومړي مرستیال محمد یونس مهمند وویل چې پاکستان لاهم په ځینو مواردو کې د افغان سوداګرو پر وړاندې ستونزې ولاړې کړې دي.
په سروې خپرونه کې مو دا ځل له روحیله افغان سره خبرې کړيدي.
روحیله د اسلام اباد په یوه سکول کې په نهم جماعت کې زده کړې کوي. هغې د سکول په یوه نړیواله تقریري سیالئ کې د سرو زرو تمغه اخیستې ده. روحیله وايي لیکل او مطالعه ېې خوخښیږي او پر سوشل میډیا او ټیلي فون خپل وخت نه خرابوي.
هغه واييځوانان دې هم دې اړخ ته توجه ورکړي ځکه چې کتابونه لوستل په ژوند کې مثبت بدلون راولي. روحیله افغان یوه شاعره هم ده او واييچې انځورونه هم جوړوي.
له روحیلې سره زموږ همکارې ملیحې امیرزاده مرکه کړی ده راځئ چې واورو.
د پاکستان پخواني پوځي دیکتاتور جنرال پروېز مشرف یو انتخابي حکومت نسکور کړ، قاضیانیې له دندو لیرې کړل، اساسي قانونیې لغوه کړ او بېړنی حالتیې اعلان کړ.
د هېواد ورځپاڼې سرمقاله لیکونکي لیکلي چې د طالبانو وروستي وحشت ولسمشر غني اړ کړ چې امنیتي ځواکونو ته امر وکړي ترڅو د طالبانو او نورو ترورېستي ډلو په وړاندې تعرضي حالت خپل کړي.
ورځپاڼه د پنجشنبې په ورځ په ګردېز ښار کې د طالبانو موټربم برید ته اشاره کوي چې پهکې پنځه ملکیان او لږترلږه یو عسکر ووژل شول او په لسګونه تنه ټپيان شول.
د بېبولې ډاکترانو نړیوال سازمان (اېماېساېف) مشر ویلي چې په دشت برچي کې وروستۍ خونړۍ پېښه د میندو پر ژوند سیستماتیکه حمله وه.
فریدریک بونوت پرون د مې په ۱۵مه، په دشت برچي کې له دې روغتونه د کتنې پر مهال وویل: "وسلهوالو د روغتون د زایشګاه برخې ته ورغلي او هلتهیې پر میندو او نویو زېږېدلو ماشومانو ډزې کړې دي. دا حمله په عمدي ډول او د حساب له مخې شوې وه."
د روغتون د زېږنتون له برخې سره د بېپولې ډاکترانو نړیوالې ادارې مرسته کوله.
په دشت برچي کې وسلهوالو د سې شنبې په ورځ پر سل بستره روغتون... Читать дальше...
د غزني په اب بند ولسوالۍ کې د ماین په چاودنه کې ۲ کوچنیان وژل شوي او ۱ تن زخمي شوی دی.
د غزني د والي ویاند وحیدالله جمعهزاده پرون د مې په ۱۵مه، ازادي راډیو ته وویل چې چاودنه د سرفراز په کلي کې شوې ده.
جمعهزاده ویلي چې کوچنیانو په ماین لوبې کولې او ورباندې چاودېدلی دی. د هغوی عمرونه د اتو او لس کلونو ترمنځ ښودل شوي دي.
د پېښې نور جزئیات نهدي څرګند شوي.
په غور کې د ملي امنیت ادارې یو مأمور، په دغه ولایت کې د جنايي مدیریت یو کارکوونکی او یو ملکي وګړی د وسلهوالو په حمله کې وژل شوي دي.
په دې ولایت کې سرچینو ازادي راډیو ته ویلي چې نا څرګندو وسلهوالو کسانو پرون، د مې په ۱۵مه، ماښام پر دې کسانو حمله کړې ده.
حمله د غور په مرکز فېروزکوه کې شوې ده.
د غور د پولیسو ویاند عبدالمعروف رامش دا خبر د ازادي راډیو ته تأیید کړی، خو د نورو جزئیاتو له ورکولو یې ډډه کړې ده.
هېڅ وسلهوالې ډلې تر اوسه د دې حملې مسؤلیت نهدی اخیستی.
د ګرجستان حکومت پرېکړه کړې چې په هغه هېواد کې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوی لپاره بېړنی حالت نهتمدیدوي.
د اعلان شوي بېړني حالت موده د مې میاشتې په ۲۲مه پای ته رسېږي.
د ګرجستان صدراعظم جیورجي ګاخاریا پرون د مې په ۱۵مه، وویل چې حکومت بهیې له ولسمشره او د هغه هېواد له پارلمانه د بېړني حالت د تمدید غوښتنه ونهکړي.
ګاخاریا وویل چې بندیزونه به په تدریجي ډول لیرې کېږي.
په ګرجستان کې د مارچ میاشتې په ۲۱مه نېټه د شپې ګرځبندیز اعلان شو او دکانونه، رستورانتونه او لویې مغازې بندې شوې.
په ګرجستان کې د کرونا ویروس ۶۷۰ مثبتې پېښې ثبت کړې دي. Читать дальше...
د ازادې اروپا/ ازادي راډیو دوه همکاران چې په بلاروس کې یې د کرونا ویروس په اړه راپور جوړاوه د موټر په ټکر کې مړه شوي او یو بل په سخت حالت کې او زخمي دی.
د ازادې اروپا/ ازادي راډیو مشر جېمي فلای پرون د مې په ۱۵مه، دا خبر سخت خواشینوونکی بللی او ویلي دي چې تر دې بل بد خبر نهشو ور رسېدلائ.
ډایرکتر ولادیمیر میخایلوفسکي ۳۳ کلن او د غږ انجنیر ماکسیم ګاوریلینکو ۲۶ کلن و. هغوي دواړه په بلاروس کې د یوه مستند فلم له جوړولو وروسته، خپل کور ته په لاره کې مړه شوو.
له هغوی سره درېیم ملګری لیوبو زیموڅوا... Читать дальше...
د پلخمري ښار د بلاکونو په سیمه کې د ملا علم په نوم یو مخور سړی د وسلهوالو په حمله کې وژل شوی دی.
په پلخمري کې دا حمله پرون ماښام شوې ده. د ازادي راډیو د خبریال په حواله، ملا علم د افغانستان حکومت له پلویانو بلل کېده.
د بغلان د پولیسو ویاند جاوېد بشارت پرون د مې په ۱۵مه، د ازادي راډیو خبریال ته وویل: "د دولت وسلهوال مخالفان په یوه سراچه موټر کې راغلي د ملا علم د کور مخې تهیې ډزې کړي، دوه تنه په دې ډزو کې وژل شوي، یو ملکي او بل سیمهییز پولیس دی. دوه پولیس زخمیان دي."
بشارت وویل چې د وسلهوالو... Читать дальше...
په ترکمنستان کې سلګونه کسانو مظاهره وکړه، داسې کار په ترکمنستان کې زیات نهکېږي.
د ترکمنستان مستبد ولسمشر، قربانقلي بردي محمدوف د علني مظاهرو او اعتراضونو مخالف دی او د حکومت پر ضد اعتراض په دې هېواد کې نهزغمل کېږي.
د ترکمنستان په ختيځ کې په وروستیو کې سختو توپانونو، سېل او باد د ډېرو خلکو کورونه ویجاړ کړل او په ډېرو سیمو کې یې د برښنا مزي هم پرې کړل.
خلکو په مظاهره کې له حکومت غوښتنه کوله چې وضعیت تهیې زیات پام وکړي.
ترکمن نیوز وېبپاڼې پرون د مې په ۱۵مه، وویل چې د ترکمناباد د سیمې د... Читать дальше...
په پل علم کې بېګا دوه تنه چې د پولیسو په وینا، د انتحاري حملې لپاره ورغلي وو، مخکې له دې چې حمله وکړي، پولیسو ووژل.
د لوګر د پولیسو ویاند شاهپور احمدزي پرون د مې په ۱۵مه، د ازادي راډیو خبریال ته وویل چې دواړه مشکوک کسان په موټرسایکلو د پل علم ښار ته ورغلي وو او د ښار د لومړۍ حوزې پولیسو ووژل.
شاهپور احمدزی وايي: "دواړه انتحاریان د شپې د نهو بجو په شااوخوا کې د پلم علم ښار ته داخل شوي وو، د ازادۍ بیرغ چوک په سیمه کې یې پلان درلود چې پر بېګناه خلکو حمله وکړي، خو د لومړۍ حوزې پولیسو هغوی وپېژندل... Читать дальше...
د امریکا جانز هاپکنز پوهنتون پرون د مې په ۱۵مه، وویل چې په ټوله نړۍ کې تر څلور نیم ملیونه زیات وګړي په دې ویروس اخته شوي دي.
زلمي خلیلزاد ویلي چې د امریکا متحده ایالاتو په افغانستان کې د داسې حکومت د جوړېدو په اړه چې ټول اړخونه برخه پهکې ولري، مثبتې خبرې اورېدلې دي، خو نور جزئیاتیې نهدي ورکړي.
سږکال په کندهار ولايت کې بيا ډېر کوکنار کرل شوي دي.
سږکال بيا د افغانستان په ځينو ولايتونو کې د کوکنارو اړولو پروګرام نه دی عملي شوی.
د کندز خلک په دې ولايت کې په ښکاره د نشه يي موادو د خرڅولو له امله شکايت کوي.
د کندز ولايت ځينې خلک وايي چې، اوس مهال ډېری ځوانان نشې کوي، په تېره بيا د ټابلیټ کا په نوم نشه يي ګولۍ ډېرې خوري او د دې ګوليو خوراک مخ پر ډېرېدو دی.
دوی وايي چې په کندز کې دا نشه يي مواد ښکاره خرڅېږي، خو پولیس يې مخه نه نيسي، مګر د کندز د امنیه قوماندانۍ وياند هجرت الله اکبري دا خبره نه مني چې په دې ولايت کې نشه يي مواد ښکاره خرڅېږي.
دی دا مني چې په دې ولايت کې نشه يي مواد خرڅېږي، خو د پولیسو له خوا کلک څارل کېږي.
د بادغيس ولايت زندان ته د نشه يي موادو د قاچاقو پر مهال دوه تنه ونيول شول.
د زندانونو د تنظيم ادارې وياند فرهاد باياني ازادۍ راډيو ته وويل، دوو پولیسو غوښتل چې د ښېښې په نوم نشه يي مواد زندان ته يوسي او بيا يې پر زندانيانو باندې خرڅ کړي، خو زندان ته تر وړلو مخکې ونيول شول.
د يادونې وړ ده چې په روان کال کې دا څووم ځل دی چې پوليس زندانونو ته د نشه يي موادو د قاچاقو په تور نيول کېږي.
Спорт в России и мире
Москва
Baza: пистолет нашли в машине вице-президента федерации бокса Ингушетии
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
Елена Рыбакина
Озвучены шансы Елены Рыбакиной на победу над лучшей теннисисткой мира
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Москвичи обнаружили зайчат на природных территориях столицы
Путин в России и мире
Москва
Эксперт Президентской академии в Санкт-Петербурге о догазификации СНТ
Лукашенко в Беларуси и мире
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Навальный в России и мире
Москва
В Москве арестован на пять суток историк-публицист Сергеев за пост памяти Навального
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Булат Окуджава
К 100-летию Булата Окуджавы драмтеатр подарит зрителям спектакль - Иркутская область. Официальный портал
Москва
Свыше 160 московских компаний поучаствовали в международной выставке «Нефтегаз»
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net