په بورکینافاسو کې پر جومات د حملې د قربانیانو شمېر ۱۵ ته ورسېد
په بورکینافاسو کې پر یوه جومات د حملې د قربانیانو شمېر ۱۵ ته لوړ شوی دی. رویټرز خبري اژانس د بورکینا فاسو د پولیسو په قول وویل چې پر لمونځ کونکو د جمعې د لمانځه په وخت ډزې شوې وې. په بورکینا فاسو کې پر جومات د حملې په اړه معلومات پرون خپاره شول. د افریقا په لویدیځ کې دا پروت هېواد نولس ملیونه نفوس لري. په وروستیو میاشتو کې په دې هېواد کې د توکمیزو لانجو او د اسلامپالو ډلو د فعالیت د پراختیا راپورونه خپرېږي. رويټرز خبري اژانس وايي چې پر لمونځ کوونکو د حملې هدف نه دی معلوم. خو دا اژانس... Читать дальше...