د سپاه پاسداران انقلاب ځواک لپاره نوی قوماندان وټاکل شو
د ایران رهبر ایتالله علي خامنهاي د سپاه پاسداران انقلاب ځواک لپاره نوی قومندان وټاکه.
دا پهداسې حال کې ده چې دغه ځواک پوره دوه اوونۍ مخکې د امریکا د متحدو ایالاتونو لهخوا د بهرنیو تروریستي ډلو په فهرست کې شامله شوه.
د ايران د دولتي رسنيو په حواله، خامنهاي پرون د یکشنبې په ورځ د سپاه پاسداران انقلاب د مخکني قوماندان جنرال علي جعفري پرځای جنرال حسین سلامي د دغه ځواک د نوي قوماندان په توګه وټاکه.
جنرال علي جعفري ۱۱ کاله د سپاه پاسداران انقلاب قوماندان و.
د جعفري ځایناستی حسین سلامي نهه پنځوس کلن دی او مخکې د هغه مرستيال و.
د ايران دولتي رسنيو د سپاه پاسداران انقلاب ځواک د قوماندان د بدلېدو علت نهدى څرګند کړى.
د امریکا د متحدو ایالاتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ دوه اوونۍ مخکې د ایران سپاه پاسداران انقلاب ځواک یو تروریستي سازمان وباله.
ایران دا کار وغانده او په ځواب کې یې د امریکا د متحدو ایالاتونو د پوځ مرکزي قومانداني د تروریستي سازمان په توګه اعلان کړه.