په پکتیکا کې د امنیه قوماندان روغ لیوني په ملاتړ لاریون شوی
د یکشنبې په ورځ د پکتیکا ولایت په اورګون ولسوالۍ کې لسګونه کسانو د دغه ولایت د امنیه قوماندان غلام سخي روغ لیوني په ملاتړ لاریون وکړ.
دوی ویل چې د قوماندان ملاتړ کوي او نه غواړي دغه قوماندان له دغه ولایته بدل شي.
د لاریون یوه ګډونوال معین امیني زیاته کړه:
"قوماندان روغ لیوني پهدغه ولایت کې د غلاوو، فساد او ځینو غاصبینو پر وړاندې ولاړ دی، نه غواړو هغه لېرې او پرځای یې بل څوک راشي."
بل لور ته د پکتیکا ولایت د پولیسو ویاند شاه محمد ارین بیا وايي:
"پکتیکا ته د روغ لیوني له راتګ سره د امنیتي ستونزو لهمنځه وړل، د فساد پر وړاندې مبارزه کول او د لویو لارو خلاصول هغه څه دي چې دغه خلک یې په حمایت راوتلو ته اړ کړل."
دا پهداسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه کې هم پکتیکا والو د امنیه قوماندان غلام سخي روغ لېوني پر خلاف او بیا په ملاتړ غبرګې مظاهرې کړې وې.