د ارمان لوڼي د وژنې ايف، ای، ار ولې نه درج کېږي؟
د بلوچستان چارواکي وايي د پوليسو په مبيينه تشدد کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د يو مشر ابراهيم ارمان لوڼي د وژنې ايف، آی، ار يا د لومړۍ پلټنې راپور ځکه نه درج کوي چې په دې اړه د دوی تحقیقات پوره شوي نه دي.