د چک جمهوریت پوځ تأیید کړې چې یو سرتېری یې په هرات کې وژل شوی
د چک جمهوریت پوځ تأیید کړې چې یو سرتېری یې په هرات ولایت کې د ډزو په پرونۍ پېښه کې وژل شوی دی.
ناټو د دوشنبې په ورځ وویل چې د دوی د لومړنیو تحقیقاتو له مخې، په هرات کې د یوه افغان سرتېري په ډزو د غوڅ ملاتړ د مأموریت یو عسکر وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.
د چک جمهوریت پوځ وايي، ټپي سرتېري چې هغوی هم چکان دي، د علاج لپاره د بګرام پوځي روغتون ته استول شوي او صحي وضعیتیې ډاډمن دی.
د دې حملې مسؤلیت طالبانو منلی او قاري يوسف احمدي چې ځان د طالبانو وياند بولي، په يوه اعلاميه کې ويلي دي چې دا حمله د دې ډلې يوه غړي وحيد الله ننګرهاري کړې ده.