په فاریاب کې نظامی قرارګاه د طالبانو لاس ته ورغلې
افغان پوځي چارواکي وايي چې د فاریاب غورماچ ولسوالی کې د چینایي کمپ په نامه قرارګاه تیره شپه د طالبانو لاس ته ورغلې .
دافغانستان په شمال کې دشاهین قول اردو ویاند ډګرمن حنیف رضایی آزادي راډیو ته وویل چې دقرار ګاه محاصره شویو سرتیرو دوه ورځې مقاومت وکړ.
،، ۲۶ کسه ټپیان او شهیدان د چینایانو په کمپ کې پاته دي . چې اوس د طالبانو لاس ته ورغلی دي. هغه شمیرې چې ما ترلاسه کړې یو شمیر سربازان ، یعنی نور عسکر چې هلته وو فکر کوم یو ټولی د ملی اردو وو او شاوخوا دیرش کسه د سرحدي ځواکونو وو ، دوی له کمپه لویدیځ لورغونډیو ته وتلی دي ،،
ډګرمن رضایی زیاتوي چي له کمپه وتلي سربازان تسلیم شوي نه دي خو دقیقه شمیره نه ده معلومه چې څومره عسکر مړه او ټپیان یا اسیران شوي دي.