رادمنش: بادغیس کې طالبانو د ملي اردو ۱۱ سرتېري وژلي
د افغانستان دفاع وزارت وايي، پرون شپه په بادغیس ولایت کې د ملي اردو ۱۱ سرتېري د وسلهوالو طالبانو په برید کې وژل شوي دي.
دا خبره د دفاع وزارت د ویاند د دفتر سرپرست جنرال محمد رادمنش نن چهارشنبه ازادي راډیو ته وکړه:
"تېره شپه که څه هم موږ په جدي توګه اوربند ته ژمن یو، خو طالبانو په بالامرغاب کې یو برید وکړ چې پهکې زموږ ۱۱ سرتېري شهیدان شول او ۹ تنه نور سرتېري مو ټپیان شول."
رادمنش
که څه هم ښاغلی رادمنش دا تلفات دقیق بولي، خو تر دې مخکې د بادغیس د ولایتي شورا رئیس عبدالعزیز بېګ ازادي راډیو ته ویلي و چې د ملي اردو ۳۰ سرتېري د طالبانو په دغه برید کې وژل شوي دي.
ښاغلي بېګ وویل، ۱۰ سرتېري په دوو پوستو کې وژل شوي او بیا همدغو سرتېرو ته د کمکي پوځیانو انتقالوونکي دوه هاموې ټانکونه هم هدف ګرځېدلي چې پهکې ۲۰ نور سرتېري وژل شوي دي.
افغان پوځیانو ته په بادغیس ولایت کې د مرګ ژوبلې د اوښتو دا راپور داسې وخت خپرېږي چې ولسمشر اشرف غني په طالبانو باندې د اوربند موده غځولې ده.
پخواني معلومات
د بادغیس ولایت سیمهییز چارواکي وايي چې د دې ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې د ملي اردو په یوه مرکز وسلهوالو مخالفینو حمله کړې چې له املهيې د ملي اردو ۳۰ سرتېري وژل شوي دي.
د دې ولایت د ولایتي شورا رئیس عبدالعزیز بېګ په سیمه کې د ازادي راډيو خبریال ته ویلي چې حمله تېره شپه شوې او وسلهوالو د ملي اردو دوه هاموې ټانګونه هم سوځولي دي.
دفاع وزارت تر دې دمه په دې اړه څه نهدي ویلي.