ايران: د تېلو په اړه د روسيې او عربستان پرېکړه نه منم
ايران د روسيې او سعودي عربستان هغه پلان رد کړ چې د تېلو د توليد د زياتولو په اړه دى.
دا پرېکړه روانه اوونۍ د دغه سازمان په غونډه کې د تېلو د بيو د لوړېدو له کبله د مصرفوونکو د شکايتونو په ځواب کې کېږي.
د ايران د نفتو وزير بيژن زنګنه پرون ويانا ته رسېدو سره سم وويل:
"فکر نه کوم چې په دې غونډه کې به کومې موافقې ته ورسېږو."
د اوپيک يا د تېلو د لويو توليدوونکو هېوادونو مرکزي دفتر په ويانا کې دى.
مسکو او رياض پېشنهاد کړى، چې په ورځ کې د يو مليون او اته لکه بېرله تېلو توليد له کمولو به شاته کېږي.
خو دا هغه اندازه ده چې په ٢٠١٦میلادي کال کې اوپيک او د تېلو نورو لويو توليدوونکو ورباندې سلا کړې وه.
که څه هم دغه سازمان په نړۍ کې د بيو لوړېدو په خاطر د تېلو د توليد د کمولو پرېکړه کړې، خو اوس د تېلو د بيې پر جګېدو انتقادونه شوي دي.
د امريکا متحدو ايالتونو، چين او د تېلو نورو لويو مصرفوونکو هېوادونو د تېلو د بيو د ټيټېدو غوښتنه کړې ده.