د فوټبال نړيوال جام سياليو په لړ کې نن درې مسابقې کېږي
په روسيه کې د فوټبال د ٢٠١٨میلادي کال د نړيوال جام د سياليو په لړ کې نن چهارشنبې درې مسابقې کېږي.
اوله مسابقه د افغانستان پر وخت د مازيګر پر څلور نيمو بجو د پرتګال او مراکش ترمنځ کېږي.
دوهمه مسابقه به پر اووه نيمو د اروګوئه او سعودي عربستان ترمنځ وشي.
درېيمه مسابقه د شپې پر لس نيمو بجو د ايران او هسپانيا ترمنځ په پام کې ده.
دا پهداسې حال کې ده چې کولمبيا پرونۍ مسابقه دوه د يو په وړاندې د جاپان په وړاندې بايلوده.
سنګال وتوانېد، دوه د يو په وړاندې پولنډ ته ماتې ورکړي او په درېيمه مسابقه کې پرون روسيې درې د يو په وړاندې مصر ته ماتې ورکړه.