فراه: ١٧ افغان پوځيان په دوو حملو کې وژل شوي
په فراه ولايت کې د وسلهوالو طالبانو په بريد کې د امنيتي پرسونل لږ تر لږه ١٧ غړي وژل شوي دي.
د جرمني خبري اژانس په حواله، د فراه چارواکو نن ويلي، چې په بالابلوک ولسوالۍ کې پر دوو امنيتي پوستو په حمله کې ١٢ پوځيان وژل شوي دي.
د دوى په خبره د ايران سرحد ته نېږدې په جوند ولسوالۍ کې په بله حمله کې ٥ افغان پوځيان وژل شوي دي.