په ارزګان کې د درېيو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړل شو
د ارزګان ولایت چارواکي وايي، په دهراود ولسوالۍ کې د وسلهوالې نښتې په نتيجه کې ٣ وسلهوال طالبان وژل شوي دي.
د دهراود امنیه قوماندان شاه محمد نن چهارشنبه ازادي راډيو ته وویل چې وسلهوالو طالبانو تېره شپه په لبلان نومې سیمه کې پر ځينو امنیتي پوستو حمله کړې چې په ځوابي ډزو کې ٣ وسلهوال طالبان وژل شوي او يو تن ټپي دى.
امنيه قوماندان وايي، په دغه بریدونو کې افغان پوځیانو ته کوم زیان نه دی اوښتى.
وسلهوالو طالبانو تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نهدي ويلي.