پروان: يوه ځوان په ډزو د خپلې کورنۍ ٤ غړي ووژل
د پروان ولايت چارواکي وايي، يوه ځوان د خپلې کورنۍ ٤ غړي په ډزو وژلي دي.
د پروان د امنيې قوماندانۍ د جنايي جرمونو په وړاندې د مبارزې مدير کاظم خان ازادي راډيو ته وويل، پېښه د تېرې شپې په نيمايي کې د مرکز په اړونده سيمه تتم-دره کې شوې ده.
د ده په خبره دا سړى زاهد نومېږي چې په ښکاري ټوپک يې خپل يو ورور، خور، خوريى او خپل اوښى وژلي دي.
د پروان د جنايي جرمونو په وړاندې د مبارزې مدير وايي، داسې ښکاري چې د پېښې عامل رواني ستونزه لري.
د پروان پوليس وايي، دغه وژونکى له پېښې وروسته له سيمې تښتېدلى او دوى يې د نيولو هڅه کوي.