فرانسه او جرمني: د کډوالو په اړه دې اروپايي ټولنه مشترک عمل وکړي
د فرانسې او جرمني مشرانو غوښتنه کړې چې د کډوالو د بحران په وړاندې دې اروپايي ټولنه مشترک عمل وکړي.
دا غوښتنه په داسې حال کې ده چې د اروپايي ټولنې غړي هېوادونه د کډوالو د ستونزې په اړه خپلو کې وېشلي دي.
د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون او د جرمني صدراعظمې انګلا مېرکل پرون سې شنبه «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۲۹» برلین ته نږدې خپلو کې پهدې اړه خبرې وکړې.
وروسته د جرمني صدراعظمې انګلا مېرکل له مکرون سره په یوه شریکه خبري غونډه کې وویل:
"موږ د اروپايي کمېسیون او اتریش «چې د اروپايي ټولنې د شورا دورهیي مشري یې په غاړه ده» د هغو طرحو ملاتړ کوو چې د اروپايي ټولنې د بهرنیو پولو د ساتنې د پیاوړتیا لپاره دي."
مېرکل او مکرون دواړو ټینګار وکړ چې د کډوالۍ له کبله د راپورته شویو ستونزو په وړاندې باید د اروپايي ټولنې ټول ۲۸ غړي هېوادونه ودرېږي.