سکاټ مېلر: واشنګټن دې له افغانستانه خپل سرتېري په بیړه نهباسي
په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د قاطع ملاتړ مأموریت د قوماندانۍ لپاره نومول شوی امریکايي قوماندان وايي، واشنګټن باید له افغانستانه خپل سرتېري په بیړه ونهباسي او پهدې برخه کې باید احتیاط وکړي، که نه ترهګرې ډلې به بیا منظمې شي او دا هېواد به تر اوس هم ژور کړکېچ ته ولاړ شي.
جنرال سکاټ مېلر د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۲۹» د امریکا د سنا د وسلهوالو خدمتونو کمېټې ته په لیکلي څرګندونو کې دا نهدي ویلي چې په کوم شمېر کې امریکايي سرتېري باید افغانستان کې حضور ولري، خو خبرداری یې ورکړی چې که امریکايي سرتېري تر وخت مخکې ووځي، القاعده شبکه او د اسلامي دولت وسلهواله ډله به د دې هېواد د بېثباتۍ سبب شي.
مېلر همدارنګه وویل چې پاکستان، روسیه او ایران د طالبانو ملاتړ ته دوام ورکوي.
نوموړي په افغانستان کې یو سیاسي هواري ته د رسېدو لپاره د پوځي فشار تر څنګ د ډیپلوماټیکو او ټولنیزو هڅو په زیاتولو هم ټینګار وکړ.
تمه کېږي چې د امریکا سنا به جنرال سکاټ مېلر چې پخوا یې هم په افغانستان کې پوځي مأموریت ترسره کړی، د جنرال جان نېکلسن پر ځای د ناټو د قاطع ملاتړ د قوماندان په توګه تأیید کړي.