د انتخاباتو کمېسیون د احتمالي کاندیدانو د اسنادو څېړنه پیل کړې
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د ولسمشرۍ د احتمالي کاندیدانو د اسنادو څېړنه پیل کړې ده.
د دې کمېسیون مرستیال ویاند ذبیح الله سادات تېره شپه ازادي راډیو ته وویل چې دغه بهیر به په دوو اونیو کې بشپړ شي:
"۱۸ کسانو د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره نومونه ثبت کړي دي. موږ پر دې کار کوو چې له دوو اونیو وروسته د دې انتخاباتو د کاندیدانو ابتدایي لېست اعلان کړو."
د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره چې ټاکل شوې د راتلونکي کال د سرطان په ۲۹مه ترسره شي، د احتمالي کاندیدانو د نوملېکنې بهیر د تېرې یکشنبې په ورځ پای ته ورسېد.
د دغو اتلسو کسانو په ډله کې افغان ولسمشر اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم شامل دي.