روغتیا وزارت: له ۵ میلیونو زیات ماشومان به د ګوزڼ ضد واکسین شي
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکي هیلهمند دي چې د ماشومانو لپاره د پوليو یا ګوزڼ د ناروغۍ ضد په دغه فرعي کمپاین کې چې پرون دوشنبې پیل شوی، له پنځو میلیونو زیات ماشومان واکسین شي.
د عامې روغتیا وزارت د پولیو ضد د پروګرام د عامه پوهاوي د برخې مسول میرجان راسخ تېره شپه ازادي راډیو ته وویل چې دغه کمپاین په هغو لېرې پرتو سیمو کې عملي کېږي چې د پولیو خطر پهکې زیات دی.
"دغه کمپاین د افغانستان د ۱۷ ولایتونو اړوند په ۱۷۹ ولسوالیو کې پلي کېږي. په جنوبي او ختیځه حوزه کې یو څه په ځنډ تطبیق کېږي. د دې کمپاین هدف دا دی چې ۵،۴ میلیونه له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته واکسین ورکړل شي."
د ښاغلي راسخ په وینا د قومي مشرانو او د ملګرو ملتونو د مرستندویه ادارو په مرسته د دولت له وسلهوالو مخالفینو سره یوه توافق ته رسیدلي چې د دوي تر کنټرول لاندې سیمو کې به دغه کمپاین چې پنځه ورځې دوام کوي، کور په کور نه بلکې په جوماتونو، روغتیایي کلینیکونو یا نورو عام المنفعه ځایونو کې عملي کېږي.
د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې تېر ۲۰۱۸میلادي کال په افغانستان کې د پولیو ۲۱ مثبتې پېښې ثبت شوي دي.
۹ په کندهار، ۲ په ارزګان ۴ په هلمند ۲ په ننګرهار، ۳ په کونړ او ۱ په نورستان کې ثبت شوې ده.